IQNA

په اوکراین کې  د اسلامی میراث لومړنی میوزیم تاسیس شو

15:03 - January 19, 2023
د خبر لمبر: 3486770
ایکنا-(تهران)د اوکراین یوه متخصص ډاکټر امین قاسم،د اوکراین په جنوب او کریمه کې له مسلمانانو پاتې خطي نسخې او نورو آثارو په غونډولو سره د اوکراین په جنوب کې په لویو ښار کې یو میوزیم تاسیس کړی دی.

ایکناخبري آژانس دالجزیره له قوله راپور راکړ، امین قاسم ددغه میوزیم له جوړولو خپله موخه د اوکراین ټولنې ته یو خدمت او له کلتور سره د مسلمانانو مرسته او د اسلامی تمدن د ارزښتونو غوره ساتل ګڼي.

دهغه په وینا د اسلامی مرکز له میوزیمونو څخه لیدونکي دې باؤر ته رسیږي چې په کریمه او د اوکراین په جنوب کې اسلام او دهغه تمدن ددغه هیواد له تاریخه نه بیلیدونکي برخه ده. له دې امله هغه په دې اند دی  چې د ؛په اسلامی مرکز کې د میوزیم ؛تجروبه، یوه داسې په وړاندې ائيډیا ده چې په اروپا کې د اسلامی تمدن دمعرفي ډګر بډایه کوي.

په دغه میوزیم کې درې برخې دي،په لومړنۍ برخې کې قرآنونه،کتابونه،ورځپاڼې او  داسې اسلامی خطي نسخې دي چې د اوکراین په ټاټوبو کې له اوسیدونکو مسلمانانو سره اړونده دي.ددغو آثارو کتابت  په کریمه کې په باغچه سرا،په تاتارسیتان کې په قازان،تاشکند او استانبول کې شوی  او چاپ شوي دي.

په دوهمې برخې کې،د لاسي صنائعو او سندونو او انځورونو له لارې په کلي توګه د اوکراین او په خاصه توګه د لویو ښار د مسلمانانو د کار او فعالیت په باب دیوه خاص سټال له لارې د اوکراین په ټولنې کې د مسلمانانو شتون او د دوي رول، روښانه کوي.

د میوزیم  دریمه برخه ،دکریمه د تاتاریانو،د قازان دتاتاریانو، ازبکانو اوآذربایجان والوپه شان د هغو مسلمانو قومونو ځاي قالیو او لاسي صنائعو ته بیله ده چې د اوکراین په ټاټوبو کې ژوند کوي.

د قاسم په وینا ،په اوکراین کې اوسیدونکي ځوانان داوکراین په تاټوبی کې د اوکراین په ټاټوبي کې د اسلام د تاریخی شتون په باب ډير لږاطلاعات او داسې ځانګړی رول لري چې مسلماناند اوکراین دتمند په رامیځةکیدا او په تیره بیا د ښارونو ،پلونو او کلاګانو د معمارۍ په زمینې کې ئې  لري. امین قاسم په دغې حوزې کې خپل کار له ۲۰۰۷کال څخه په سیمفروپل ښار کې د کریمه د اسلامی  مرکز د مدیز په توګه پیل او د کریمه او د اوکراین د جنوب د تاتاریانو داسلامی میراث دمستند کولو اقدام ئې وکړ.

ددغه اسلامی تمدن او تاریخي آثارو په باب دمیوزیم دځينو برخو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

نخستین موزه میراث اسلامی مسلمانان در اوکراین

انتهای 

https://iqna.ir/fa/news/4115628/%D9%

captcha